پاکستاني پولیس: په سوات کي يو افغانی ط..الب وژل سوی

د خېبر پښتونخوا پوليسو وايي د سوات په بريکوټ سيمه کي پاکستاني پوليسو د ترهګرو پر وړاندي تصفیوي عملیات کړي، چي پر مهال ئې درې د تحريک ط..البان پاکستان (ټي ټي پي) غړي وژل سوي دي.
د پاکستاني پوليسو په خبره چي په دغه وژل سوو ط..البانو کي يو افغانی ط..الب رحيم الله رحماني د کنړ ولايت اوسېدونکي هم شامل دئ.
د پاکستاني پوليسو په خبره چي افغان وګړی رحیم الله رحماني د تحريک ط..البان پاکستان (ټي ټي پي) غړيتوب درلودی.
د هغوی په خبره چي دغه افغان په دوو نورو ترهګريزو پېښو کي هم لاس درلودی.