پاکستاني ځواکونو تېره شپه د کنړ ولايت پر نورګل ولسوالۍ او د پکتيکا ولايت پر برمل ولسوالۍ بمبار کړی

پاکستاني ځواکونو تېره شپه د کنړ ولايت پر نورګل ولسوالۍ او د پکتيکا ولايت پر برمل ولسوالۍ بمبار کړی.
د ط.. البانو د حکومت وياند ذبيح م.جاهد د دوشنبې په ورځ ويلي، چي پاکستان تېره شپه د کنړ ولايت پر نورګل ولسوالۍ په هوايي بريد کي د يوې ښځي په ګډون درې کسان وژلي او درې نور ئې ټپيان کړي دي.
د هغه په خبره چي د پکتيکا ولايت په برمل ولسوالۍ کي ئې هم پر ملکي سيمي بمبار کړی خو چاته په کښي زيان نه دئ رسېدلی.

م.جاهد وايي د پاکستان د تېري شپې بريدونه پر ملکي وګړو سوي وو.
هغه ويلي چي ط..البان به هم د پاکستان د ياد بريدونو جواب ورکړي.
پاکستان دغه بريد پر داسي مهال کړی، چي د تېري جمعې په ورځ د خیبرپښتونخوا ایالت په کوهاټ سيمه کي د جمعې د لمانځه پر مهال په يوه ځان.مرګي بريد کي د پوليسو په ګډون ۳۱ کسان وژل سوي او تر سلو زيات ټپيان وو. د پاکستان حکومت ويلي و، چي دغه ډول بريدونه د افغانستان د خاوري څخه طرحه کېږي.