پاکستاني چارواکي : له افغانستان سره د خرلاچۍ لار د سه شنبې په ورځ پرانیستل سوه

پاکستاني چارواکي وايي، له افغانستان سره د خرلاچۍ لار د سه شنبې په ورځ وروسته له هغه بیا پرانیستل سوه چي ډیورند کرښي ته نژدې په پاړه چنار کي نښتي پای ته ورسیدې.

د خرلاچۍ لاره په اوسنۍ خیبرپښتونخوا صوبه کي د کورمي سیمه د افغانستان له ختيځ پکتيا ولايت سره نښلوي چي سوداګري ورباندي کیږي.

د جګړې او د خرلاچۍ د لاري بندېدو د دې سیمي اوسیدونکو او سوداګرۍ ته ډېري ستونزي پيښي کړي دي ځکه چي خوراکي توکي، درمل، تیل او د اړتیا وړ نور شیان کم سوي دي.

پر ډیورنډ کرښه اکثره وخت د افغانستان سوداګریزو مالونو ته بېلابېلي ستونزي جوړیږي چي له همدې امله د پاکستان سره د افغانستان سوداګري تر پخوا کمه سوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *