د پاکستان د دیني چارو فدرالي وزير سردار محمد يوسف ويلي، چي يوشمېر پاکستانيان سعودي عربستان ته د حج او عمرې له پاره نه ځي؛ بلکي د فقر ټولو له پاره ځي.
هغه اندېښنه ښودلې، چي دغه کسان په سعودي عربستان کي د عشر، زکات او خيرات په نومونو پيسې ټولوي، چي له امله ئې د پاکستان نوم بدنامه کړی دئ.
هغه ويلي، چي سعودي چارواکو څو ځله شکايت کړی، چي پاکستاني اتباع په دغه هيواد کي د حج او عمرې پر مهال فقر کوي.
هغه د ټولو دغه ډول پاکستانيانو غوښتي چي د دغه ډول کړنو دي لاس واخلي.