په ملګرو ملتونو د پاکستان استازي عاصم افتخار احمد د امنیت شورا په غونډه کي ويلي چي په افغانستان کي اوس مهال د ټي ټي پي او بلوڅ جنګیالیو سره داع.ش هم پراخ حضور لري.
افتخار احمد زیاته کړې چي په افغانستان کي دغه جنګیالۍ ډلي د ط.البانو په مشوره حضور لري، او ط.البان ددغو ډلو سره ګډ عملیات پلانوي او بیا په سیمه و منطقه کي ترهګريز بريدونه کوي،چي اکثره بريدونه یې د پاکستان په خاوره کي وي.
د نوموړي په وینا چي په افغانستان کي ددغو ډلو شتون نه یوازي دا چي د پاکستان د امنیت له پاره جدي ګواښ دی،بلکي د دغه ډلو په شتون کي د سيمي امنیت ټول په خطر کي دی او نړۍوال یې هم د تشویش سره مخ کړي دي.
د یادوني وړ ده چي له دې مخکي هم پاکستاني چارواکو څو واره په افغانستان کي د جنګیالۍ ډلو د شتون خبر ورکړی ،خو ط.البانو پرلپسې دا ادعاوي رد کړي دي