پاکستانۍ رسنيو راپور ورکړی، چي د دغه هيواد د خيبر پښتونخوا په لکي مروت او بنو کي وسله والو کسانو څلور پوليس وژلي.
په راپور کي ويل سوي، چي په لومړي بريد کي وسله والو په لکي مروت کي د پاکستان د ترافيکو پوليسو درې کسان ويشتلي او وژلي دي.
په راپور کي ويل سوي چي په يوه جلا بريد کي بيا نامعلومو وسله والو په بنو کي يو پوليس ويشتلی او وژلی دئ.
تر اوسه پوري د دغه بريدونو مسئوليت کومي وسله والي ډلي پر غاړه نه دئ اخيستي.
د پاکستان پوليس وايي چي د پېښي په اړه ئې پلټني پيل کړي دي.