پاکستانۍ رسنۍ: د ايران او اسرائیلو د جګړې له امله په بلوچستان کي خلګ د سون توکي نه لري

پاکستاني رسنيو راپور ورکړی، چي د ايران او اسرائیلو د جګړې له امله د پاکستان په بلوچستان ايالت کي خلګ د سون توکي نه لري او په دغه برخه کي د جدي ستونزي سره مخامخ دي.
د پاکستاني رسنيو د راپور له مخي پاکستان ته تيل د ايران هيواد څخه ورځي، چي په دغه هيواد کي د جګړې له امله د تيلو په پمپونو کي تيل نه پيدا کېږي.
د پاکستاني رسنيو په حواله په مکران، رخشان او چاغي سیمو کي د ایراني تیلو د بندېدو له امله ۷۰ سلنه پټرول پمپونه تړل سوي دي. د دغو رسنيو په وينا چي د بلوچستان د تربت، ګوادر، پنجګور، چاغي، واشک او مشکیل ولسوالۍ بیا په دغه برخه کي تر ټولو زیاتي ځپل سوي دي.
د اقتصادي چارو د پوهانو په وينا، چي د ایران او اسرائیلو د جګړې د اوږدېدو سره سم د دې امکان سته، چي د سيمي په هيوادونو کي د سون توکو قيمت نور هم لوړ سي.