د پاکستان پوځ اعلان کړی، چي د شنبې په ورځ ئې د نظامي نمايش پرمهال د ابدالي په نوم په عصري سيستم سمبال توغندۍ ازموينه په بريالي ډول تر سره کړې ده.
دغه توغندۍ چي د پاکستان د پوځ له خوا ازمويل سوې ده، د ځمکي څخه د ۴۵۰ کيلومتره واټن وهونکي توغندۍ ده.
پاکستان دغه نمايش پر داسي مهال کوي، چي په دې وروستيو کي د پاکستان او هند ترمنځ اړيکي د کشمیر د مسئلي په اړه خرابي سوي او هر هيواد کوښښ کوي، چي خپل نظامي قدرت وښيې.