پاکستان د افغان ط..البانو غوښتي چي د اسلاماباد سره د اړیکو دوام او یا د تحریک ط..البان پاکستان (ټي ټي پي)ملاتړ ترمنځ یو انتخاب وکړي.
د پاکستان د پوځ مشر، عاصم منیر، د دوشنبې په ورځ په راولپنډۍ کي د پوځیانو یوې غونډي ته ویلي، چي افغان ط..البانو ته ئې ښکاره پيغام لېږلی چي يا دي اسلام اباد باد غوره کړي او يا دي د ټي ټي پي ملاتړ.
عاصم منیر زیاته کړې چي تحریک ط..البان پاکستان د وروستیو کلونو خونړیو بریدونو مسؤل ګڼل کېږي او پاکستان به هېڅکله اجازه ور نه کړي چي د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ له پاره کار واخیستل سي.
دغه څرګندوني پر داسي مهال کېږي چي د پاکستان او ط..البانو اړیکي په وروستیو کي ډېري ترینګلي سوي دي او دواړه خواوي یو بل د ترهګرو ډلو په ملاتړ او د پولو په بریدونو تورنوي.