پاکستان د افغان کډوالو ایستل خپل مشروع حق ګڼي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان وایې له پاکستان څخه ناقانونه کډوال ایستل د پاکستان مشروع حق دئ او په خبره ئې، چي د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ به دوام لري.
شفقت علي خان ویلي، چي په یاده برخه کي د ملګرو ملتونو سره په ګډه د هر ډول شکایتونو څېړنه کوي. د هغه په خبره چي امنیتي وضیعت د افغانستان او پاکستان د اړیکو په وړاندي یو جدي ګواښ دئ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت داڅرګندوني پر داسي مهال کوي، چي پاکستان د اپریل له پیل څخه د افغان کډوالو په زور او جبر د ایستلو لړۍ پیل کړې ده، د هغوی کورونه، دوکانونه او مالونه ئې ورلیلام کړل او د پاکستان څخه ئې ویستل.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *