پاکستان د افغان کډوالو کورنۍ نیمايي سره وېشلي دي

په پاکستان کي میشت یو شمیر افغان کډوال وايي، د کډوالو د اېستلو د غیر منظم اقدام له امله یې کورنۍ ویشل سوي او ان د ځینو کسانو کورنۍ درې ځایه سوي دي.
د دوی په وینا، چي د بېلابیلو کورنیو غړي نیم په پاکستان کي پاته دي او نیم افغانستان ته ستانه کړل سوي دي.
د افغان کډوالو دا ویشل سوي کورنۍ وایي، څوک چي افغانستان ته جبري ستانه کړل سوي (اې سي سي) او څوک چي پاته دي (پي او ار) کارتونه لري.
(اې‌سي‌سي) د افغان کډوالو د پېژندني هغه کارتونه دي چي د افغانستان او پاکستان د وخت د حکومتونو د هوکړي پر بنسټ په ۲۰۱۷ کال کي نژدې ۸۴۰ زره افغان کډوالو ته ورکړل سوي.
افغانستان ته تازه ستانه کړل سوي د افغان کډوالو کورنۍ هم وایي، چي د چا مېرمني او کوچنیان په پاکستان کي پاته دي او له چا هم د خپلو کورنیو سرپرستان.
دا په داسي حال کي ده چي تازه د پښتنون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي، د افغانانو د جبري او ظالمانه ایستلو پر ضد، د اپرېل له پنځلسمي نېټې په چمن کي د پي ټي ایم، سیاسي ګوندونو او د سوداګرو ټولني په ګډه احتجاجونه پیلوي، چي وروسته به د ټاکلي مهال‌وېش له مخي په نورو ښارونو کي هم دوام وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *