پاکستان د خپلو بهرنیو اسعارو د زېرمو د پیاوړتیا او د اقتصادي فشارونو د کمولو له پاره د امریکا څخه د ۱۰ میلیارده ډالرو مالي مرستي غوښتنه کړې ده.
د رویټرز د راپور له مخي، اسلاماباد وړاندیز کړی، چي د امریکا او پاکستان ترمنځ د اسعارو د ثبات له پاره دي یو پنځه کلن د مالي ملاتړ میکانیزم جوړ سي.
ویل کېږي، پاکستان د ایران د جګړې په تړاو د منځګړیتوب له امله هیله لري، چي د امریکا اقتصادي ملاتړ به ترلاسه کړي.
که امریکا له دې غوښتني سره موافقه وکړي، د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمي به زیاتي، اقتصادي فشار به ئې کم او پر نړۍوالو پورونو به ئې تکیه راکمه سي.
پاکستان اوس هم د پیسو نړۍوال صندوق (IMF) د اووه میلیارده ډالرو تر مالي پروګرام لاندي دئ او اقتصاد ئې لا هم د بهرنیو مالي مرستو او پورونو پر ملاتړ ولاړ دئ.