پاکستان د دغه هیواد له لاري د افغانستان د سوداګرۍ د مخنیوي ګواښ کړی

د پاکستان د دفاع وزیر وايي، که اسلامي امارت د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي د فعالیتونو مخنیوی ونه کړي، نو اسلام آباد به د پاکستان له لاري هند ته د افغانستان د سوداګرۍ مخه ډب کړي.
خواجه آصف ځینو رسنیو ته ویلي، که افغانستان له پاکستان سره د یوه دښمن په څېر چلند کوي، نو دوی هم نه سي کولای چي سوداګریز دهلیز ورکړي.
هغه زیاته کړې چي، د ټي ټي پي فعالیتونه خورا زیات سوي او یو ځل بیا ادعا کړې چي پټنځایونه یې په افغانستان کي دي.
د افغانستان او پاکستان اړیکي وروسته له هغه ډيري کړکېچني سوې چي د دوشنبې په سهار په پکتیکا او خوست کي پاکستاني الوتو پر ځینو سیمو بمبار وکړ.
په دې بریدونو کي اته ملکي وګړي چي ښځي او ماشومان هم پکښي شامل وه وژل سوي دي.
پاکستان له دې وړاندي هم د افغانستان د سوداګرۍ په وړاندي ګڼي ستونزي جوړي کړي او افغان سوداګر یې بدیلو لارو ته اړ کړي.
افغان سوداګر غوښتنه کوي که چیري پاکستان د افغانستان د سوداګرۍ په وړاندي ستونزي جوړوي باید د افغانستان له لاري هم پر پاکستان د منځنۍ اسیا لاره او ټرانزیټ بند کړل سي.