پاکستان د ط..البانو حکومت تورن کړی

پاکستان د ط..البانو حکومت تورن کړی، چي د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي په برخه کي د عملي اقداماتو نشتوالی د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا اصلي لامل دئ.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د ط..البانو د ویاند ذبیح‌الله م.جاهد د څرګندونو په غبرګون کي ویلي، چي د اسلام‌اباد پر سیاستونو نیوکي او د کړکېچ پړه پر نورو اچول د ستونزي حل نه سي کولای.
دغه وزارت زیاته کړې، چي د ط..البانو مشران د افغانستان له خاوري د فعالیت کوونکو وسله‌والو ډلو د مخنیوي پر ځای پر پاکستان نیوکي کوي او د ستونزو له اصلي لامل سره د مقابلې له پاره لازم چمتووالی نه لري.

پاکستان خبرداری ورکړی، چي د خپل ملي امنیت د ساتني له پاره به د نړۍوالو قوانینو له مخي لازم اقدامات وکړي.
اسلام‌اباد ټینګار کړی، چي د ط..البانو له لوري د ترهګرۍ پر وړاندي د مبارزې په برخه کي نه همکاري د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو پر وړاندي اساسي خنډ دئ.