پاکستان د ملګرو ملتونو د امنيت شوار ته د افغانستان څخه د غيري قانوني وسلو د ورتګ شکايت کړی

په ملګرو ملتونو کي د پاکستان دایمي ماموریت له نړۍ وغوښتل، چي د افغانستان څخه پاکستان ته دي د غیرقانوني وسلو د قاچاق د مخنیوي په برخه کښي د پاکستان سره هر اړخېزه همکاري وکړي. په ملګرو ملتونو ټولنه کي د پاکستان دایمي استازولۍ سلاکار سیدعاطف رضا ويلي دي، چي د افغانستان څخه پاکستان ته قاچاق کيدونکي وسلې د پاکستان تحریک طالبان او ازادۍ غوښتونکو بلوڅو غورځنګ په ګډون مخالفو ډلو لاس ته ورځي او هغوی د يادو وسلو په مرسته په سيمه کي ناامني زياتوي.
د هغه په خبره چي ترهګرې ډلي په افغانستان کي د میلیارډونو ډالرو پر ارزښت غیرقانوني وسلې لري، چي د ملکي وګړو او پاکستاني وسلوالو ځواکونو پر وړاندي په تاوتریخوالي کي ورڅخه استفاده کيږي ، هغه د خپلو نړیوالو شریکانو غوښتنه کړې، چي په افغانستان کي د پرېښودل سوو وسلو پراخه زیرمې دي بېرته ترلاسه کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *