پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چي د پاکستان د کورنیو چارو وزیر طلال چودري وایې، چي پاکستان کي مېشت هغه افغانان چي لوېدیځو هېوادونو ته د لېږد ته په تمه دي، د روانې اپرېل میاشتي تر ۳۰مي نېټې وروسته به له پاکستانه و ایستل سي.
هغه له لودیځو هېوادونو وغوښتل، چي د منل سوو افغانان انتقال دي ژر تر ژره پیل کړي، که چیري د اپریل تر پایه ئې د پاکستان څخه و نه باسي، نو پاکستان به ئې بیرته افغانستان ته اخراج کړي.
دا څرګندوني پر داسي مهال مطرح کیږي چي په دې وروستیو کي له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو د بهیر د درېدو غوښتني ډېري سوي دي.