پاکستان د POR کارټ لرونکو افغان کډوالو د اوسېدو موده تر شپږو میاشتو غځوي

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چي د پاکستان حکومت د هغو افغان کډوالو د اوسېدو د وخت د غځولو هوډ کړی، چي د (POR) یا د کډوالو د ثبت کارټونه لري.
دغه رسنۍ وايي چي دغه پرېکړه به د دوی د اوسېدو وخت د درې میاشتو څخه تر شپږو میاشتو پوري وغځوي، ترڅو دوی ته په دغه هيواد کي د پاته کېدو له پاره نور وخت ورکړل سي.
د POR کارټونه، چي د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) له خوا ورکول کېږي، د افغان کډوالو له پاره یو قانوني سند دئ، چي دوی ته اجازه ورکوي، چي په پاکستان کي په موقتي توګه اوسېږي. دغه کارټونه د کډوالو د قانوني خوندیتوب او د اړینو خدمتونو لکه روغتیا او تعلیم ته د لاسرسي له پاره مهم دي. خو د وخت په تېرېدو سره، د دې کارټونو موده پای ته رسېږي، چي کډوالو ته د بې‌ثباتۍ او ناڅرګندتیا لامل کېږي.
د پاکستان دغه پرېکړه په داسي حال کي کېږي، چي په وروستیو کلونو کي په دغه هيواد کي د مېشت افغان کډوال د بېلابېلو فشارونو او محدودیتونو سره مخامخ دي.