پاکستان وايي، د بې اسناده کډوالو د نه ایستلو پرېکړه يې نه ده کړې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، له دې هیواده د بې اسناده افغانانو د ایستلو د پلان د ځنډیدو په اړه راپورونه ناسم دي.
د دې وزارت ویاندي ممتاز زهرا بلوڅ ویلي، د غیرقانوني کډوالو د ستنولو لړۍ د پخوا په څېر روانه ده.
هغې ویلي، پاکستاني چارواکو د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ (یو این اېچ سي ار) له مشر فیلیپو ګراندي سره په وروستیو کتنو کي دا ډول تفاهم نه دی کړی.
ګراندي پاکستان ته د درې ورځني سفر په ترڅ کي ویلي وه، د اسلام اباد هغه اقدام ستايي چي، د غیرقانوني کډوالو د ستنولو پلان يې ځنډولی دی.
یو این ایچ سی ار د جولای په نهمه په یوه خبرپاڼه کي ویلي وه، ګراندي د غیرقانوني کډوالو د پلان د ځنډولو غوښتنه کړې وه.
بل خوا د پاکستان مرکزي کابینې په دې هیواد کي د شاوخوا یو نیم میلیون هغو افغانانو د اوسېدو قانوني موده غځولې ده چي د یو اېن اېچ سي ار د کډوالۍ کارتونه يې راجستر وو.