پاکستان په یو تازه اقدام کي پر پښتون ژغورني غورځنګ بندیز لګولی

د پاکستان فدرالي حکومت وایي، د پښتون ژغورني غورځنګ یې د منع سويو سازمانونو په لست کي شامل کړی او په هیواد کي یې پر فعالیتونو بندیز لګولی.
د فدرالي حکومت په خبرپاڼه کي راغلي چې د دغه غورځنګ فعالیتونه په پاکستان کي د سولي او امنیت پر ضد دي.
د پښتون ژغورني غورځنګ په پاکستان کي د میشتو پښتنو د حقونو ملاتړ کوي او د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې له پښتنو سره په تبعیض، تحمیلي جګړو او ناوړه چلند تورنوي.
پي ټي اېم د اکتوبر پر ۱۱مه د پښتون قامي جرګې تر نامه لاندي د پښتنو لویه جرګه رابللې چي د پښتنو ستونزو ته حل لاره راوباسي، خو حکومت د دې جرګې د جوړولو مخه نیسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *