د پاکستان اېچډي ۲۴ ټلوېزیون د چهار شنبې په ورځ خبر ورکړی دئ، چي د پاکستان د خيبر پښتونخوا په نوشېره سيمه کښي انا خپلو درو لمسیانو ته په زهرو ککړ سوي خوراکي توکي ورکړي او هغوی ئې وژلي دي.
دغه رسنۍ ويلي چي وژل سوي ماشومان حريم، مريم او يمن نومېدل.
په ورته وخت کښي د پاکستان پوليسو هم ياده پېښه منلې او په خبره ئې د شاهين بي بي په نوم په قتل تورنه سوې ښځه ئې نيولې او اوس تر څېړنو لاندي ده.
د لومړنيو معلوماتو له مخي چي ياده پېښه د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځ ته سوې ده.
بايد وويل سي، چي په خيبرپښتونخوا په ځانګړې توګه په نوشېره سیمه کښي دا ډول پېښي لومړنۍ نهدي، بلکي تر دې مخکي هم د کورني تاوتریخوالي او جنايي پېښو په ترڅ کښي ګڼ کسان وژل سوي دي.