پاکستان کښي ۸ کسانو د خاوند د سترګو په وړاندي پر يوې ښځي ډليز جنسي تېری کړی

د پاکستان جيو نيوز رسنۍ خبر ورکړی، چي يوه مياشت وړاندي د پاکستان په حافظ اباد ښار کښي يوې ډلي کسانو د خاوند د سترګو په وړاندي پر يوې ښځي ډليز جنسي تېری کړی.
د جيو نيوز د‌خبر له مخي، چي دغه ډله کښي اته کسان شامل وه، چي د‌ دغې ښځي کور ته ورغلي او پر هغې ئې ډليز جنسي تېری کړی دئ.
د پاکستان پوليسو هم ياده پېښه تائيد کړي او په وينا ئې چي په ياده قضيه کښي داخل څلور کسان ئې نيولي او د پاته نورو کسانو د نيولو له پاره ئې پلټني پيل کړي دي.
د يا دوني وړ ده، چي دا پېښه یوه میاشت وروسته تر هغې په ډاګه کېږي، چي په ټولنیزو رسنیو کښي یوه ویډیو خپره سوې ده.