پاکستان یو ځل بیا د افغان ناروغانو پر مخ د تورخم دروازه وتړل

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، پاکستاني لوري د هغه افغان ناروغانو پرمخ چي پرته له ویزې دغه هیواد ته د درملني لپاره تلل، د تورخم دروازه په دو شنبه یو ځل بیا وتړل.
د مسوولینو په وینا، پاکستاني لوري په تورخم کي د ا.ا مسوولینو ته ویلي، چي نور به هغو افغان ناروغانو ته د تګ اجازه ورنه کړي چي وېزه ونه لري.
پاکستاني لوري له دې وړاندي هم څو ځله دغه دروازه د افغان ناروغانو پر مخ تړلې ده چي ډېری وخت یې د تړلو له امله ناروغان له سختو ستونزو سره مخ سوي.
پاکستاني لوړ پوړو مسوولینو که څه هم د افغان ناروغانو په اړه څو ځله د ا.ا له مسوولینو سره خبري کړي او ژمنه یې کړې چي هغوی ته به ستونزي نه جوړوي خو دوی ډېر کله پر خپله ژمنه نه دي درېدلي.