پر اوکراین د روسیې په پرونیو هوایي او توغندیزو بریدونو کي لږترلږه نهه کسان وژل سوي دي

زیاته مرګ‌ ژوبله د اوکراین په دونیتڅک سیمه کي رامنځته سوې، دا هغه سیمه ده چي روسي ځواکونه پکښي له څو میاشتو راهیسي هڅه کوي چي د پوکروفسک خواته خپل عملیات وغځوي.

د روسیې په پرونیو بریدونو کي ۱۶ کورونه او دوه د هستوګني لوړپوړي ودانۍ هم زیانمني سوي دي.

بل لورته د اوکراین له خوا د روسیې په روستوف ښار د بې پیلوټه الوتکو په برید کي د تیلو یوه ډېپو سوځېدلې ده.

د اوکراین او روسیې جګړه داسي مهال شدیده سوې چي د اوکراین ولسمشر ویلي، د جګړې د پای ته رسېدو یا سولې یوه طرحه یې جوړه کړې چي راتلونکي میاشت به یې د امریکا ولسمشر ته په واشنګټن کي وسپاري.