پر اوکرایین د روسیې د بې پیلوټه الوتکو په دوو بریدونو کي نهه کسان وژل سوي دي

د اوکرایین چارواکي وايي، د دغه هېواد په شمال ختیځ سومي ښار کي پر یوه روغتون د روسیې د بې پیلوټه الوتکو په دوو بریدونو کي نهه کسان وژل سوي دي.
دوی وايي، پر ودانۍ د شنبې په سهار هغه مهال دویم بريد وسو، چي ژغورونکي له لومړي بريد وروسته د خلکو د ایستلو په حال کي وه.
په دغه برید کي لږ تر لږه ۱۲ کسان ټپیان سوي او د روغتون څو پوړونه ویجاړ سوي دي.
د اوکرایین د بېړنیو حالاتو اداره وايي، ۱۲۲ کسان له روغتونه ایستل سوي دي.
سومي، د روسیې له پولي شاوخوا ۳۰ کیلومتره واټن لري چي په وروستیو اونیو کي نژدې هره ورځ ورباندي روسيه بريدونه کوي.
د روسیې دفاع وزارت د شنبې په ورځ د پوځي عملیاتو په اړه په وروستيو معلومات کي ويلي چي ځواکونو يې د سومي په سیمه کي د اوکرايين پر څو لواګانو بريدونه کړي دي خو پر روغتون د بريد په اړه يې څه نه دي ويلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *