پر ايران د امريکا او اسرائیلو د بريدونو شاوخوا ۹ ورځي کېږي؛ خو د بریکس سازمان د امریکا او اسرائیلو له خوا پر ایران د روانو بریدونو په اړه تر اوسه ګډ دریځ نه دئ اعلان کړی، د سياسي چارو پوهان وايي چي دا د دې ډلي د غړو ترمنځ د اختلاف نښه بلل کېږي.
د راپورونو له مخي، چین، روسیې او سویلي افریقا دغه بريدونه غندلي دي؛ خو هند بیا د جګړې د پای ته رسېدو له پاره د خبرو او ډیپلوماتیکو لارو غوښتنه کړې ده.
شنونکي وایي چي د بریکس د ۱۱ غړو هيوادونو ترمنځ د نظر اختلاف د دې لامل سوی چي دغه سازمان د ايران جګړې په اړه یو ګډ رسمي بیان خپور نه کړي.
بریکس د نړۍ د جنوبي هيوادونو یو مهم اقتصادي او سیاسي ائتلاف ګڼل کېږي.