راپورونه وايي چي د پاکستان هوايي ځواک د خیبرپښتونخوا په تیرا کي پر عام ولس بمباري کړې او لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتین هم پر عام ولس د پاکستان د هوايي ځواک حملې تایید کړي او ویلي یې دي چي د پېښور حیات اباد روغتون ته په رسول سویو لسګونو ټپیانو کي ګڼ شمېر کوچنیان هم شامل دي.
ښاغلي پښتین په خپله ایکسپاڼه کي ویلي، چي د پاکستان پوځ په پښتني سیمو کي په خپله جنګي تګلاره کي له پر له پسې ماتو وروسته پر عام ولس بریدونو ته مخه کړې ده.
ده پر خپله ایکسپاڼه د ټپیانو عکسونه هم خپاره کړي دي.
ځايي اوسیدونکي هم وايي، د تیرا د زخه خېل پر پیر میله بازار د پاکستان د هوايي ځواک په بمبارۍ کي ګڼ شمېر کسان وژل سوي دي.
د وژل سویو او ټپیانو کره شمېر تر اوسه څرګند نه دی ځکه چي خبریالان نه پرېښودل کېږي چي د تیرا په ګډون ګڼو نورو قبایلي سیمو ته ولاړ سي.