د غزې چارواکي وايي، چي د دې سیمي په شمال کي د اسراییلو د بریدونو په پایله کي د کوچنیانو په ګډون ۳۴ کسان وژل سوي دي.
د غزې د ملکي دفاع وزارت وياند، محمد باسل په یوه خبرپاڼه کي ويلي، چي دغه بريدونه د بيت لحيه په سيمه کي پر يوه پنځه پوړيزه ودانۍ سوي دي.
هغه پر یادو سویو سیمو د اسراییلو د وروستیو بریدونو د تایید ترڅنګ دا هم ویلي، چي هلته د ټپيانو د ژغورني عملیات له خنډ سره مخ سوي دي.
د ویلو ده چي له نړیوالو غبرګونو سره سره لا هم پر غزې د اسراییلو بریدونه دوام لري او هره ورځ د کوچنیانو او ښځو په ګډون لسګونه کسان پکښي وژل کیږي او ټپیان کیږي.
پرون رویټرز هم په غزه کي پر یوه ښوونځي د اسرائیلي ځواکونو د برید په اړه راپور خپور کړی وو.
په راپور کي ویل سوي چي دا د فلسطیني کډوالو د استوګني ځای وو، چي له امله یې ۱۰ تنه وژل سوي او ۲۰ نور ټپیان دي.
د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخي، په غزه کي د جګړې له پیل راهیسي تر اوسه ۴۳ زره ۷۹۹ کسان وژل سوي دي.