پر غزې د اسراییلو په بریدونو کي د ۵ ښځو او ۴ کوچنیانو په ګډون ۱۶ تنه وژل سوي

فلسطیني چارواکو ویلي دي چي پرون دوشنبه پر غزې د اسرائیلو په هوايي بریدونو کي د ۵ ښځو او ۴ کوچنیانو په ګډون ۱۶ تنه وژل سوي دي.
د اسوشېټيډ پرېس د راپور له مخي، دغو بریدونو د غزې په مرکز کي د «النصیرات» کډوالو کمپ په نښه کړى دى.
د يادونې وړ ده، چي د عودا روغتون، چي له دغو بريدونو څخه يې جسدونه لېږدول، د مرګ-ژوبلي شمېره تاييد کړې او همداراز يې ويلي، چي ١٣ نور پکښي ټپيان سوي دي.
اسراٸيل وايي، وسله وال یې په نښه کړي او پر حماس او نورو وسله والو ډلو یې تور لګولی چي د استوګني پر سیمو د بریدونو په ترسره کولو یې ملکي وګړي له ګواښ سره مخامخ کړي دي.
خو حماس د اسرائیلي پوځ دغه ادعا رد کړې او ټینګار یې کړی، چي وژل سوي کسان ټول ملکي وګړي دي.
د غزې د روغتیا وزارت وايي، د جګړې له پيله تر اوسه د اسرائیلو په بریدونو کي تر ۴۱ زرو ډېر فلسطینیان وژل سوي دي.