پر غزې د اسراییل په بریدونو کي ۷۰ کسان وژل سوي دي

اسراییلي پوځیانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کي د دېر البلاح ښار د ښاروال په ګډون څه د پاسه ۷۰ فلسطینیان وژلي دي.
له بلي خوا رسنیو ویلي، چي له فلسطین وروسته په لبنان او سوریه کي د اسراییل د روانو بریدونو پر ضد لاریون او د لندن د پارلمان په چوک کي یوه اعتراضيه غونډه هم وسوه.
د دې تر څنګ لاريونوالو د اسراييل د ظلمونو پر ضد هم شعارونه ورکول او د برتانيې له حکومته يې وغوښتل، چي د سملاسي اوربند لپاره پر اسراييل فشار راوړي او د وسلو خرڅول ورباندي بند کړي.
دوې ورځي وړاندي هم اسراییل د غزې په نصيرات سيمه كي د كډوالو پر پنډغالي بریدونه وكړل، چي په ترڅ كي يې د ښځو او کوچنیانو په ګډون ۳۳ تنه فلسطينيان ووژل سول او تر ۵۰ زيات ټپيان سول.
له تېر کال راهیسي د اسراییل په بریدونو کي تر ۴۴ زره ډېر فلسطینیان وژل سوي، چي ډېری یې ښځي او کوچنیان دي.