پر لبنان اسراییلو تازه بمبارۍ کړي دي

د لبنان د دولتي رسنیو د راپورونو له مخي اسراییل پرون د لبنان په ختیځ او جنوبي سیمو کي په هوایي بریدونو کي یوشمیر ځایونه په نښه کړي دي.
د اسراییل پوځ بیا ویلي چي دوی له سوریې سره د پولي په اوږدو کي د قاچاقي لارو په ګډون د حزب الله اهداف په نښه کړي دي.
د فرانسپرس خبري آژانس د راپور له مخي دغو هوایي بریدونو د اسراییل او د ایران ملاتړي حزب الله ډلي ترمنځ نازک اوربند چي د نومبرپه ۲۷ نافذ سوی وو نور هم ترفشار لاندي راوستی.
د لبنان دولتي خبري اژانس ویلي، چي اسراییلي الوتکو د بعلبک په ختیځ کي د جنتا څنډي او همدارنګه په جنوب کي د نبطیه سیمي په نښه کړي خو دا یې نه دي ویلي چي ایا دغو بمباریو تلفات هم پيښ کړي که نه.
د اسراییل پوځ ویلي چې یو شمیر هغه هدفونه یې په نښه کړي چي د اوربند څارونکو ته یې د ګواښ په توګه وړاندي کړي وه.