پر پاکساني ځواکونو د بلوڅ بېلتونپالو بریدونه؛ په تیرو ۲۴ ساعتو کي ۲۲ پاکستانيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلوڅ بېلتونپال وایي، په تیرو ۲۴ ساعتو کي یې په بېلابېلو بریدونو کي ۲۲ پاکستاني ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې.
د بلوڅ ازادي غوښتونکو ویاند وایي، پر پاکستاني ځواکونو د دوی د سرتیرو له خوا د بلوچستان په ګوادر، بولان، تربت، اواران او خاران سیمو کي بریدونه سوي چي پر مهال يې ۱۳ تنه پاکستاني پوځيان وژل سوي او ۱۱ نور ټپیان سوي دي.
پاکستاني ځواکونو تر اوسه د بلوچ بېلتونپالو د بریدونو په اړه څه نه دي او اکثره وخت د دا ډول بریدونو جزیات نه خپروي.