پر پاکستاني ځواکونو د بلوڅ بېلتونپالو د بریدونو زیاتوالی؛ چارواکو ورته د خبرو بلنه ورکړې

په وروستیو کي په بلوچستان کي پر پاکستاني ځواکونو، پوځي اډو او مهمو ادارو د بلوڅ ازادي غوښتونکو بریدونو زور اخیستی چي پاکستاني ځواکونو ته یې درنه مرګ ژوبله هم اړولې.
تازه د بلوچستان اعلي وزیر سرفراز بګټي ویلي هغه د خوابدو بلوڅانو سره خپله خبرو ته تیار دی او هغوی ته د عامي بخښني ورکولو په معامله کي د پاکستاني ادارې مسوولیت هم دی پر غاړه اخلي.
هغه د یوه پاکستاني تلویزیوني چینل په یو پروګرام کي ویلي، د محرومیو مسوولین پنجابیان او سیندیان نه دي بلکي خپله د بلوچستان د ستونزو مسوولیت د بلوڅانو په غاړه دی.
سرفراز بګټي بلوڅ بېلتونپالو ته د مذاکراتو بلنه په داسي حال کي ورکوي چي په بلوچستان کي یو ځل بیا پر پاکستاني ځواکونو بریدونه زیات سوي.