پر ډیورنډ کرښه د تورخم دروازه له څه باندي دوه میاشتني ځنډ وروسته پرون د ټرانزیټ پرمخ بېرته پرانېستل سوې ده

دغه لاره داسي مهال بېرته پرانېستل کېږي چي په افغانستان کي د تازه مېوو او سبزیو موسم مخ پر خلاصېدو دی.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډي خونې مشر خان‌جان الکوزی وايي، له تېرو دوو میاشتو راهیسي د دې لاري تړلي پاتې‌کېدو خصوصي سکټور ته د ۶ میلیونه ډالرو په ارزښت زیان اړولی دی.

یوشمېر افغان سوداګر هم وايي، د تورخم دروازې تړلي پاته کېدو دوی ته په سلګونه زره ډالر زیان اړولی.

د تورخم لار د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه له مهمو سوداګریزو لارو څخه ده چي له څه باندي دوو مياشتو راهيسي په خیبرپښتوخوا کي د لاريونونو له امله تړل سوې وه.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزي لاري هر کال د تازه میوو موسم پرمهال په مختلفو پلمو د پاکستان له لوري تړل کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *