د کندهار د ۱۰ ولسواليو ترمنځ د ۲۰ اوريزه کرکټ ليګ په شپږمه لوبه کي پنجوايي لوبډلي ارغنداب لوبډلي ته په ۸۶ منډو ماته ورکړه.
په دې لوبه کي پنجوايي لوبډلي د اتو لوبغاړو په سوځېدو د جاويد ۸۰ تر نورو زياتو منډو په جوړولو ارغنداب ته ۱۸۲ منډي هدف ورکړ او د ارغنداب له پاره په توپ اچونه کي محمد عاطف دوه لوبغاړي وسوځول.
ارغنداب لوبډلي په ۱۷ اورونو کي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو د محمد ۳۰ تر نورو زياتو منډو په جوړولو ۹۵ منډي جوړي کړې او د پنجوایي له پاره په توپ اچونه کي اغا شاه پنځه او حميد دوه لوبغاړي وسوځول.