پنځه ایراني پوځیان پرون د سیستان-بلوچستان ولایت په سراوان سیمه کي وژل سوي دي

د ایران سپاه پاسداران ځواکونو ته نږدې تسنیم خبري اژانس یک‌شنبه ناوخته خبر ورکړی، چي دا پوځیان په یوه “ترهګریزه پېښه” کي وژل سوي.
د سپاه مځکنیو ځواکونو هم اعلان کړی چي، سیمي ته يې تازه ځواکونه استولي ترڅو بریدګر ونیسي.
د دې برید مسوولیت لا کومي ډلي پر غاړه نه‌‌دی اخیستی.
دوې ورځي مخکي هم د سیستان-بلوچستان په راسک ولسوالۍ کي پر ایراني پوځیانو بریدونه سوي وو چي، پکښي یوشمېر پوځیان مړه او ټپيان سوي.
د ایران په سیستان-بلوچستان ولایت کي تر دې مخکي هم پر ایراني ځواکونو ګڼ بریدونه سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *