پنځه سوه طالبان دشپې لیسې څخه فارغ سول

نن ورځ محمد هوتک شپې ليسې څخه (۵۰۰) تنه زده کوونکي فارغت غونډه ترسره سوه ،چي پکښي د کندهار پوهني رياست مرستیال رئيس مولوي اکرم شاه عاصم ، علماء کرامو، والدينو او مسؤلينو ګډون درلود.
یاده غونډه کي د پوهني رياست مرستیال رئيس ټولو فارغينو ته مبارکي وويل او له ټولو څخه يې غوښتنه وکړه چي لا مو خپلو زده کړو ته دوام ورکړئ اوهمدارنګه ښاري ښونځیو آمر حافظ مولوي محمد عثمان سعید هم فارغینو ته مبارکي وویل او دوی ته یی په اینده کي دښه خدمت سپارښتنه وکړه تر څو د ټولني د لا پرمختګ جوګه وګرځي