په آیرلنډ کي یوه پاکستاني د افغان په نوم ۴۳ زره مرسته او پناه ترلاسه کړې

د اروپايي هیواد آیرلنډ محکمه وايي، یوه پاکستاني سړي د جعلي افغان پاسپورټ په کارولو د آیرلنډ د کډوالۍ چارواکي تیرایستلي او په درغلۍ یې ۴۳ زره یورو مرسته ترلاسه کړې ده.
قاضي جان کینګ ویلي، چي ۶۰ کلن فیصل اکبر آیرلنډ ته له راتګ لس کاله وروسته پر خپل اصلي هویت له دې امله، اعتراف وکړ چي بېره یې درلوده که مړ سي کورنۍ به یې خبره نه سي.
اکبر، چي د پلازمېني ډبلین په بینبرب واټ کي اوسېدی، په جنورۍ کي د ۱۲ موردونو غلا او د ۲ جعلي اسنادو د غیرقانوني استعمال له امله تورن سو.
دا اسناد د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ د هغه له خوا کارول سوي وه، چي یو یې افغان پاسپورټ وو.
د عمومي څارنوالۍ رئیس پرېکړه وکړه چي که اکبر د جرم اعتراف وکړي، نو قضیه به د همدې ناحیوي محکمې له لاري پای ته ورسېږي.
دغه پاکستاني کس په ۲۰۱۳ کال کي د ټولنیزو مرستو څانګي ته جعلي افغان پاسپورټ وړاندي کړ، او تر ۲۰۱۹ کال پوري، د هغه بانکي حساب ته څه کم ۴۴ زره یورو مرسته ورکړل سوې ده.
دا قضیه هغه وخت افشا سوه، کله چي دغه کس غوښتنه وکړه چي د خپل بانکي حساب نوم بدل کړي، خو بانک امنیتي ادارو ته خبر ورکړ.
په وروستیو څو لسیزو کي زرګونو پاکستانیانو او ایرانیانو د جعلي اسنادو په جوړولو په اروپا، امریکا، کاناډا او استرالیا کي د افغانانو په نومونو پناه اخیستې ده.