په اسراییل کې هغه پراخ کاربندیز، چې د حماس ډلې په لاس کې د برمته اسراییلیانو د کورنیو د غړیو په غوښتنه پرون سهار پیل سو، د اسراییل د کار د سترې محکمې په حکم پای ته ورسېدی.

په اسراییل کې پرونی عمومي اعتصاب، پر صدراعظم د فشار راوړلو لپاره د اسراییلي کارکوونکو او د کارګرانو د اتحادیې په غوښتنه پیل سوی وو.
د دې کاربندیز هدف د حماس له‌خوا د نیول سویو اسراییلی یرغملو د خوشې کولو لپاره د موافقې نهایي کول وو.
د اسراییل پوځ د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د غزې تړانګې په جنوب کې د رفح په یوه تونل کې یې د شپږو نورو اسراییلي یرغملو مړي پيدا کړي دي.
د پوځ په وینا، دا کسان تر پيدا کېدو لږ مخکې وژل سوي وه.
د رفح په تونل کې د دغو اسراییلي یرغملو د مړو له پيدا کېدو وروسته د یکشنبې په ورځ د ۱۰۱ پاتې برمته‌وو کورنیو د اسراییل له خلکو وغوښتل چې په خپلو اعتراضونو اسراییل ولړزوي.