په اسلام اباد کي د ښځو د حقونو یوه افغانه فعاله نسیمه سادات پولیسو نيولې

د پاکستان په مرکز اسلام اباد کي د افغان ښځو د حقونو فعاله نسيمه سادات د پاکستان پوليسو نيولې او زنداني کړې ده.
د پاکستان څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي پاکستاني پوليسو د افغان ښځو د حقونو دغه فعاله د اسلام اباد د حاجي په نوم د کډوالو په کمپ کي بندي کړې ده.
د پاکستاني پوليسو له خوا د نسيمې سادات د نيول کېدو اصلي لامل تر اوسه پوري څرګند نه دئ، خو د لومړنيو معلومات له مخي چي په اسلام باد کي د پاکستان دولت ډېری افغانان ځکه نيسي، چي د وېزو موده ئې پوره سوې وي.
د پاکستان پوليسو تر اوسه پوري د نسيمې سادات د نيول کېدو په اړه په رسمي ډول باندي څه نه دي ويلي.
بلخوا بیا يوشمېر د ښځو د حقونو فعالاني د نسيمې سادات نيول کېدو ته په اشاره سره وايي، که چيري د پاکستان دولت هغه د پاکستان څخه وباسي او افغانستان ته ولاړه سي نو د هغې ژوند به په افغانستان کي د خطر سره مخامخ سي.
هغوی د نړۍوالو بشري سازمانو څخه غوښتنه کوي، چي د نسيمې سادات په ازادولو کي دي مرسته وکړي.