په افغانستان کي د اروپايي ټولني استازولۍ د پنج شنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه ليکلي

په افغانستان کي د اروپايي ټولني استازولۍ د پنج شنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چي په افغانستان کي د پاکستان د جګړو او زلزلې له امله د بې ځايه سوو کورنیو سره ۲۵۰ زره يورو مرسته کوي.
يادي ټولني ويلي، چي د دې پیسو په مرسته به په خوست، کنړ، ننګرهار، نورستان، پکتیکا او پکتیا ولایتونو کي د شاوخوا ۷۰ زره خلګو لاسنيوی وکړي.
د اروپايي ټولني د استازولۍ په خبره چي دغه مرسته به د افغاني سرې مياشتي ټولني په همکارۍ اړمنو کسانو ته ورسوي.