په افغانستان کې د اوبو کمښت په یوې سختي ټولنیزي ننګوني بدلېدونکی دی خو دې ستونزي ته تر اوسه کومي ګټوري حل لاري نه دي پيدا سوي
د بېلابېلو ولایتونو کروندګر وايي، هر کال د خپلو کروندو د خړوبولو لپاره لازمو اوبو ته لاسرسی نهلري.
دی وایي، د اوبو کمښت اندېښمن کړي دي او له حکومت څخه د دې ستونزي د هواري په برخه کي د لازمي مرستي غوښتنه کوي.
د اوبو د کمښت ستونزي په تېرو څو کلونو کي په ټول هیواد کي د ډېرو کروندګرو کورنیو پر ژوند سیوری غوړولی دی.
د اوبو او برښنا وزارت ویاند مطېعالله عابد هم مني چي په وروستیو کلونو کي په هیواد کي د اقلیمي بدلون او دایمي وچکالۍ له امله د اوبو د کمښت ستونزه زیاته سوې ده.
نوموړی وايي، د دغه وضعیت د کنټرول لپاره پر ځینو طرحو کار کوي، خو په خبره يې، په وروستیو کلونو کي د هیواد په ځینو برخو کي د اورښت اندازه ۹۰ سلنه کمه سوې ده.