په افغانستان کي د بې سرحدو ډاکټرانو سازمان ويلي، چي د پاکستان څخه د افغان کډوالو پراخ او جبري اخراج

په افغانستان کي د بې سرحدو ډاکټرانو سازمان ويلي، چي د پاکستان څخه د افغان کډوالو پراخ او جبري اخراج، په ځانګړي ډول د ژمي د موسم پر مهال په دغه هيواد کي يو ستر بشري بحران رامنځ ته کړی دئ.
دغه سازمان په خپل تازه راپور کي ويلي، چي د‌ افغان کډوالو جبري اخراج په دغه موسم کي د زرګونو کوچنيانو، ښځو او ناروغانو ژوند‌ له خطر سره مخ کړی دئ.
د ياد سازمان په وينا ډېری راستانه سوي کډوال په موقتي کمپونو کي مېشت دي، چي هلته د روغتيايي خدمتونو، پاکو اوبو او خوړو له سخت کمښت سره مخ دي.

دغه سازمان د نړۍوالو بشري سازمانو څخه غوښتي چي د افغان کډوالو سره خپلي مرستي جاري وساتي ترڅو د ژمي په دې سخت موسم کي د هغوی لاس نيوی سوی وي.