د افغانستان د سرطان د کنټرول د ملي پروګرام چارواکي وایي، د سینې د سرطان ناروغي په افغانستان کي د لسو معمولو سرطانونو له ډلي ده.
د راپور لهمخي د سرطان د کنټرول د ملي پروګرام چارواکو ویلي دي چي، د تېرکال په پرتله په افغانستان کي د سینې د سرطان موارد په سلو کي ۵۰،۹ زیات سوي.
راپور زیاتوي چي په افغانستان کي د سینې په سرطان د اخته کسانو شمېر څه باندي ۲۴ زره وو، چي له ۱۳ زرو زیاتي مېرمني هم پهدې ډله کي شاملي وې.
په نړۍ کي هرکال د سینې د سرطان د ۱،۷ میلیون نويو مواردو راپور ورکول کېږي او په بېوزلو او د لږ عاید لرونکو هیوادونو کي پهدې ناروغۍ اخته نژدې شپېته سلنه کسان لهدې کبله مړه کېږي، خو د دې ناروغۍ په اړه پوهاوی او د معلوماتو لرل کولای سي د ډېری ناروغانو ژوند وژغوري.