په افغانستان کي د ط..البانو له بیا واکمنېدو وروسته، ښځي د کار د حقونو محرومي سوي دي

په افغانستان کي د ط..البانو له بیا واکمنېدو وروسته، ښځي د کار د حقونو محرومي سوي دي.
پر هغوی د کار بندیزونه د افغان مېرمنو خپلواکي، اقتصادي برخلیک او ټولنیز ژوند سخت محدود کړی دئ.
د ښځو حقونو فعالان او نړۍوال سازمانونه وايي، د ښځو د کار محدودول نه یوازي د هغوی د پرمختګ مخه نیسي، بلکي د ټولني اقتصادي وده ئې هم ټکنۍ کوي.

دوی د ط..البانو له حکومت غوښتنه کوي، چي د ښځو پر وړاندي دي اقتصادي محدودیتونه ختم کړي او د هغوی له پاره د کار او فعال ژوند فرصتونه برابر کړي.
افغان مېرمني د کار د حق غوښتنه کوي او ټینګار کوي چي د دوی ونډه په ټولنه کي حیاتي ارزښت لري او باید د محدودیتونو پرته د هیواد په بیا رغونه کي فعاله پاته سي.