په افغانستان کي د ماین پاکۍ ځیني موسسې وايي، له سیاسي تحولاتو وروسته د ماین پاکۍ د چارو تمویل ۷۰ فیصده درول سوی دی

په داسي حال کي چي په افغانستان کي په میلیونونو کسان د ماینونو او نورو ناچاوده مهماتو له مستقیم او غیرمستقیم خطر سره مخامخ دي، په دغه هیواد کي د ماین پاکۍ د چارو تمویل د پخوا پر تله ۷۰ فیصده کم سوی دی.

په هیواد کي د ماینپاکۍ ځیني موسسې وايي، عمده علت له تازه سیاسي تحولاتو وروسته له افغانستانه سره د نړیوالې ټولني د چلند او سیاست بدلېدل دي.

د ایم‌ډي‌سي MDC موسسې مشر وايي، د ماینونو د چارو ځنډېدو د ملیونونو کسانو خوندیتوب ته خطر پېښ کړی دی.

راپورونه وایي، تر اوسه په افغانستان کي د ماین پاکۍ له پروګرامونو سره د مالي مرستو چاري د ملګرو د سازمان له خوا تنظیمېدلې.

د “ایم‌ډي‌سي” په نوم د ماین پاکۍ موسسه وايي، د ماینونو او ناچاوده مهماتو چاودني په افغانستان کي هره میاشت تر ۷۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اړوي.