یوناما په دایکنډي کي د خونړۍ حملې د عاملانو د نیول کېدو غوښتنه کړې

په افغانستان کي د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما په دایکنډي کي د خونړۍ حملې د عاملانو د نیول کېدو غوښتنه کړې.

یوناما پرون پر ایکس شبکې په یو بیان کي د دې پېښي له قربانیانو او د هغو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیري کرن دیکر هم دا پېښه غندلې ده.

مېرمن دیکر پر خپله ایکس‌پاڼه په یو بیان کي د یوناما د هغې غوښتني ملاتړ کړی چي وايي، د دې حملې له عاملانو سره باید حساب کتاب وسي

بل خوا د ایران د بهرنیوچارو وزارت ویلي، چي تهران د دې جنایت عاملانو ته د سمدستي سزا ورکولو غوښتنه کوي.

له‌دې مخکې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنيټ او یوشمېر افغان سیاستوالو هم دا برید غندلی وو او عاملانو ته یې د سزا ورکولو غوښتنه کړې وه.