دغه کاري ډله د دوحې د درېیمي ناستي د پرېکړو پر بنسټ جوړه سوې.
یوناما ویلي، چي دغه کاري ډله له طالبانو سره د همغږۍ خبرو اترو زمینه برابروي.
د یوناما په اعلامیه کي راغلي، چي د دې کاري ډلي د جوړولو پلان د خپلواکي ارزوني د هغو سپارښتنو پر بنسټ دی، چي امنیت شورا ته وړاندي سوې څو د افغانانو د ګټو لپاره د افغانستان له واکمنو چارواکو سره د لا ثابت، همږغي او منظم تعامل بهیر تعقیب کړي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازي او د یوناما مشري روزا اوتنبایوا له نشه یي توکو سره مبارزه د افغانستان لپاره یوه مهمه مساله وبلله، چي د هغې په وینا پر کلیوالي ټولنو او د سيمي پر سولي او ثبات دواړو اغېز کوي.
تر اوسه د دې کاري ډلي د غړو په اړه معلومات نه دي خپاره سوي.
د دوحې د درېیمي ناستي د پرېکړو پر بنسټ، ټاکل سوې چي د اقتصاد په نوم یوه بله کاري ډله هم جوړه سي.