په افغانستان کي د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د ښوونکي د نړۍوالي ورځي په مناسبت د افغان ښوونکو د پوهي، هڅو او ژمنتیا ستاینه کړې ده.
یوناما ویلي، افغان ښوونکي د ماشومانو د زدهکړو او د هیواد د راتلونکي په جوړولو کي مهم رول لري او باید د هغوی هڅي له پامه ونه غورځول سي.
د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي همداراز هیله څرګنده کړې چي افغان نجونو ته د زدهکړو د دوام زمینه برابره سي، څو هغوی په راتلونکي کي د ښوونکو په توګه د نورو نجونو د پوهي او مهارتونو په پیاوړتیا کي ونډه واخلي.
په افغانستان کي د نجونو د زدهکړو وضعیت لا هم له جدي محدودیتونو سره مخ دئ.
له شپږم ټولګي پورته ډېری نجوني له ښوونځیو څخه بېبرخي دي او ښځي او نجوني د لوړو زدهکړو څخه هم بې برخي دي.
د زدهکړو د دغو محدودیتونو له امله د افغان نجونو پر راتلونکي، مسلکي پرمختګ او د ښځینه ښوونکو پر شمېر منفي اغېز کړی.
یوناما ټینګار کړی چي زدهکړي د ټولني د پرمختګ له پاره مهمي دي او د نجونو د زدهکړو دوام کولای سي په راتلونکي کي د ښځینه ښوونکو او نورو مسلکي ښځینه کارکوونکو د شمېر په زیاتېدو کي مهم رول ولري.