په افغانستان کي د وروستيو زلزلو له امله ۷ زره کورونه ويجاړ سوي

د کډوالو نړۍوال سازمان وايي، چي د افغانستان په ختيځو ولايتونو کي د وروستيو زلزلو له امله شاوخوا ۷ زره کورونه ويجاړ سوي دي.
دغه سازمان وايي چي په ختيځو زلزلې ځپلو ولایتونو کي په خاص ډول کنړ کي خلګ سرپناه، خوړو، پاکو اوبو او روغتيايي خدماتو ته اړتيا لري، چي بايد لاس نيوی ئې وسي.
دغه سازمان زياتوي، چي کنړ ته روغتيايي ټيمونه رسېدلي دي، خو دغه روغتيايي خدمات د زلزلې ځپلو خلګو له پاره بسنه نه کوي؛ بلکي نورو خدماتو ته هم اړتيا لري.
دغه سازمان د نړۍوالو بشري سازمانونو څخه غوښتنه کړې، چي په افغانستان کي د وروستيو زلزلې ځپلو سره بېړنۍ مرستي وکړي.