په افغانستان کي د ګرمۍ له امله په کوچنيانو کي موسمي ناورغۍ زياتي سوي

ډاکټران وايي چي په افغانستان کي د هوا د ګرمېدو له امله په کوچنيانو کي موسمي ناروغۍ د پخوا په پرتله زياتي سوي دي.
په کابل کي اندراګاندي روغتون د کوچنيانو د برخي ډاکټران وايي، هره ورځ زيات شمېر کوچنيان د موسمي ناروغيو له امله په دغه روغتون کي بسترېږي.
د اندراګاندي د روغتون د کوچنيانو د داخله څانګي مسئول محمد عارف حسن زی وايي، چي شدید اسهالات او فزیکي کمزوري هغه ناروغۍ دي چي تر پنځو کلونو کم عمره کوچنيان ئې له امله روغتون ته راځي.
هغه وايي، هره ورځ له ۲۵۰ ناروغانو څخه، له ۱۶ تر ۲۰ یا تر هغه زیات کوچنيان د یادو ناروغيو له امله په روغتون کي بسترېږي.